اردګان: خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی او وژونکي به يې ترکيه کې محاکمه کېږي

سيمه او نړۍ

اردګان: خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی او وژونکي به يې ترکيه کې محاکمه کېږي

434

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان له ژمنې سره سم د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي په اړه څرګندونې کړي، هغه نن د پراختيا او عدالت ګوند غونډې ته وينا پيل کړه.

اردګان د خبرو پيل کې د خاشقجي له کورنۍ سره غمشريکي وکړه او وروسته يې وويل چې خاشقجي د سعودي په کونسلګرۍ کې په وحشي ډول وژل شوی دی.

ترکي ولسمشر ټينګار کړی چې دا وژنه په ترکيه کې شوې او وژونکي به يې هم په ترکيه کې محاکمه کېږي.

اردګان پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې دا څرګنده ده چې کوم ټولي چې د وژنې پلان نيولی و، د خاشقجي د راتګ وخت ورته معلوم و او دا چې د کونسلګرۍ ځينې کارمندان له جرم وروسته چټک خپل هېواد ته ستانه شوي، ښيي چې وژنې ته د چمتووالي مرحله هملته وه.

دا چې دا وژنه د چا له لوري شوې، اردګان وايي چې د استخباراتو او امنيت پر غړو د دې مسووليت اچول نه موږ ته ډاډ راکوي او نه نړيواله ټولنه قانع کولی شي، او انساني ضمير به تر هغه مطمين نه شي چې له سره تر پايه په پېښه کې ټول امر کوونکي چارواکي او وژونکي کسان محاکمه نه شي. هغه له سعودي چارواکو غوښتي چې ټول دغه کسان په ګوته او ترکيې ته تسليم کړي.

ترکي ولسمشر ټينګار کړی چې د داسې «وحشي» پېښو پټول به نړيوال ضمير ټپي کړي.



اعلان