جرمني سعودي ته د وسلو ورکړه وځنډوله

سيمه او نړۍ

جرمني سعودي ته د وسلو ورکړه وځنډوله

356

جرمني سعودي ته د خبریال جمال خاشقجي د وژلو له امله د اوس له پاره د وسلو ورکول ځنډولي دي.
ډوچ ویلي رسنۍ د جرمنۍ لومړۍ وزیرې له خولې لیکلي چې سعودي د خاشقجي د وژلو بشپړ واقعیتونه نه دي وړاندې کړي.
انګېلا مېرکل ویلي، لومړی موږ دغه پېښه غندو او دویم دا چې اړینه ده هغه څه چې پېښ شوي باید وضاحت ورکړل شي.
مېرکل ویلي، زه له هغو کسانو سره موافقه یم چې اوس مهال سعودي ته د وسلو د ورکړې ځنډول غواړي.
مېرکل له نورو متحدینو هم غوښتي چې د سعودي پر ضد ورته ګام پورته کړي.
د روانې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه د ترکیې استنبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې د سعودي د حکومت منتقد خبریال جمال خاشقجي ووژل شو.
لومړیو کې سعودي ناخبري ښوده، خو وروسته یې خپله کونسلګرۍ کې د خاشقجي وژنه ومنله.
سعودي د یو شمېر هېوادونو له لوري تر سخت فشار لاندې دی.



اعلان