چارواکي: هرات کې د ناټو د عسکر افغان وژونکی د جنرال رازق وژنې خپه کړی و

افغانستان

چارواکي: هرات کې د ناټو د عسکر افغان وژونکی د جنرال رازق وژنې خپه کړی و

2473

پرون د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو یو عسکر د افغان کمانډو په برید کې ووژل شو.
که څه هم طالبانو د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دا د دوی نفوذي کس و، خو د هېواد لویدیځ کې دوه امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته دا خبره نه تاییدوي چې ګنې کمانډو دې د طالبانو نفوذي کس وي.
دوی ویلي، دا برید د لفظي شخړې پایله وه.
چارواکو ویلي، بریدګر د جنرال رازق وژلو خپه کړی و. د دوی په وینا، دغه کمانډو چې اوس نیول شوی، ښایي د ټولنیزو شبکو پروپاګند غوسه کړی وي.
سره له دې چې طالبانو د جنرال رازق د وژلو مسوولیت منلی او اجراییه رییس پرون د ناټو (غوڅ ملاتړ ماموریت) له لوري د جنرال رازق وژل رد کړل، خو ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمېر کسان باور لري چې جنرال رازق امریکایانو له لفظي شخړې وروسته وژلی دی.
د پنجشنبې د ورځې د برید پر مهال د امریکایي پوځیانو مشر جنرال سکاټ مېلر هم له جنرال رازق سره و، خو د هغه د بچ پاتې کېدو په اړه ضد و نقیض رپوټونه ورکول کېږي.
خو امریکایان تاییدوي چې برید کې یو امریکایي جنرال ټپي شوی دی.
نیویارک ټایمز لیکي، پر بهرنیو پوځیانو د افغان عسکرو د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.



اعلان