اسراييلۍ ورځپاڼه: ۵۰ کاله مو د محمد بن سلمان انتظار کړی، ګوښه کول به يې اسراييل تباه کړي

پام وړ

اسراييلۍ ورځپاڼه: ۵۰ کاله مو د محمد بن سلمان انتظار کړی، ګوښه کول به يې اسراييل تباه کړي

2052

اسراييلۍ ورځپاڼې هآرټس په خپله وروستۍ ګڼه کې د ټسويا ګرينفيلډ په نامه ليکوالې تحليلي مقاله خپره کړې چې په کې د خبريال جمال خاشقی د وژنې قضیه کې د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره د نرمۍ غوښتنه شوې ده. هغې ويلي چې «محمد بن سلمان هغه مشر دی چې اسراييلو يې ۵۰ کاله انتظار ويستی او ګوښه کېدل به يې نسبت اسراييلو ته د تباهۍ په معنا وي».

ليکوالې زياته کړې چې اسراييلو پنځه پېړۍ د دې لپاره لمونځونه او دعاګانې کړي چې داسې يو عرب مشر راشي چې اسراييلو سره پر «مهمه هوکړه» لاسليک وکړي. هغه ټينګار کوي چې دغه مشر اخر هم د محمد بن سلمان په شکل کې راغی.

ليکوالې سره له دې چې د خاشقجي وژنه غندلې، خو پر اسراييلو يې غږ کړی چې د دې پېښې اوږدمهاله پايلو ته غور وکړي او له بيړې کار وانخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د خاشقجي وژنې نړۍ د سعودي چارواکو پر ضد را ولاړه کړې ده، خو امریکايي ولسمشر او ورته نږدې کسان هڅه کوي چې دا قضيه سړه کړي او يا لږ تر لږه د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د هغې له پايلو وژغوري.

ټرمپ د کانګرېس او خپلو خلکو له فشار سره سره ټينګار کوي چې زه نه غواړم د سعودي پانګونې له لاسه ورکړم او نه د وسلو پېرلو هغه هوکړې لغو کول غواړم چې له سعودي سره مې کړي، ځکه دې هوکړو له يو مليون ډېرو امريکايانو ته روزګار پيدا کړی دی او لغو کول به يې له سعوديانو څخه موږ ته ډېر تاوان وکړي.

د ټرمپ يهودي زوم جاريد کوشنر هم ويلي چې «زموږ ګټې پر هر څه پورته دي».

بل پلو اسراييلي چارواکو ويلي چې په چوپه خوله دغه قضیه څاري او په اړه يې ځکه څه نه وايي چې نه غواړي سعودي له ځانه خپه کړي.

سعودي شهزاده محمد بن سلمان واک ته له رسېدو سره سم امريکا او اسراييلو سره د «د پېړۍ سودا» په نوم هوکړه لاسليک کړه چې له مخې يې اسراييلو ته د فلسطين د قدس ښار د لاندې کولو اجازه ورکړه. دغه هېواد دغه راز هره ورځ امريکا ته نږدې يو مليون بېلر تېل صادروي.
شنونکي وايي، امريکا او اسراييل نه غواړي د سعودي دا ډول معاملې او ملياردونه ډالر له لاسه ورکړي.



اعلان