هرات: شينډنډ کې د ناټو دريو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان

هرات: شينډنډ کې د ناټو دريو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

615

د چک هېواد دفاع وزارت خبر ورکړی دی، چې د ناټو په ماموريت کې لېږل شويو دريو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده. دې وزارت ويلي چې پېښه د افغانستان د هرات ولايت په لويديځه ولسوالۍ شينډنډ کې رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې يې يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د چک دفاع وزارت څرګنده کړې ده چې په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.

وزارت زياته کړې ده، چې دوه ټپي شوي سرتېري د باګرام هوايي اډې ته لېږدول شوي دي، او بريد د ناټو د پوځي اډې دننه د يوه موټر په وسيله شوی، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.

وړاندې افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي و، چې لومړني معلومات ښيي، چې بريد د يوه افغان سرتېري له لوري ترسره شوی دی. ناټو ځواکونو هغه مهال د وژل شويو سرتېرو هويت نه و څرګند کړی.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستی.

د يادونې وړ ده چې تېر اګست کې هم افغانستان کې د چک هېواد پر ځواکونو يوه بريد کې۳ سرتېري وژل شوي و، دې هېواد ويلي وو چې دا پرې په ترسره شويو بریدونو کې تر ټولو خونړی بريد و.



اعلان