ننګرهار: سره رود ولسوالۍ کې د صفر دوه قطعې عسکرو بېګا پنځه ملکي وګړي وژلي

افغانستان

ننګرهار: سره رود ولسوالۍ کې د صفر دوه قطعې عسکرو بېګا پنځه ملکي وګړي وژلي

774

د ننګرهار ولایت له سره رود ولسوالۍ څخه رپوټونه وایي، بېګا د دغې ولسوالۍ په بالا باغ سیمه کې د ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعې عسکرو عملیات کړي.
ځایي فعالان وایي، د عملیاتو پایله کې تر پنځو پورې ولسي وګړي وژل شوي دي.
خبریال ارشاد رغاند لیکلي، خلکو اعتراض کړی و او خپل مړي یې د ولایت مقام ته راوړي وو، خو د ولسوالۍ چارواکو او د والي په امر د ولایت امنیتي ساتونکو ورسره زور زیاتی کړی دی.
نوموړی زیاتوي، والي نه یوازې دا چې اعتراض کوونکو ته نه دی راوتی، بلکې له دې سربېره یې د اعتراض کوونکو د وهلو ډبولو امر ورکړی چې له امله یې څو کسه معترضین ټپیان شوي دي.
د ولایت مقام تر اوسه د دغو رپوټونو په اړه څه نه دي ویلي.
خو وړاندې هم ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په ځینو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي.
موده وړاندې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ملکي مرګ-ژوبلې په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.



اعلان