"روان کال کې څلوېښتو برتانوي پوځیانو ځان وژلی"

راپورونه

642

د انګلستان دفاع وزارت وایي، په افغانستان او عراق کې به د پخوانیو پوځیانو د ځان وژنې د کچې پلټنه وکړي.
سکای نیوز لیکلي، دغه پلټنه به د پخوانیو پوځیانو په منځ کې د ځان وژنې لاملونه مالوم کړي.
رپوټ وایي، روان زېږدي کال کې تر اوسه له څلوېښتو زیاتو پخوانیو او اوسنیو پوځیانو ځانونه وژلي.
د انګلستان دفاع وزیر ټوبیاس ایلووډ د خپلو پوځیانو ستاینه کړې چې په وینا یې ښایسته دنده ترسره کوي.
د وزیر په خبره، موږ به ټولو هغو پوځیانو ته شونې پاملرنه وکړو چې پخوا یې دندې ترسره کړي.
وړاندې د انګلستان پارلمان په یوه رپوټ کې ویلي و، د هغو پوځیانو شمېر چې ذهني روغتیا ته پام غواړي، شمېر یې دوه برابره شوی دی.



اعلان