"پر جنرال رازق د برید پر مهال یو امریکایي جنرال ټپي شوی و"

سيمه او نړۍ

699

تېره اوونۍ د کندهار ولایتي ماڼۍ کې د طالبانو د یوه نفوذي بریدګر په برید کې یو امریکایي جنرال ټپي شوی و.
دغه خبره، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته څلورو سرچینو کړې ده.
سرچینو ویلي، د امریکا د پوځ جنرال جیفري سمایلي اوس تر درملنې لاندې دی. یاد جنرال لږ تر لږه یوه مرمۍ لګېدلی و.
د امریکا دفاع وزارت او امریکایي پوځي چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د کندهار په برید کې د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت د مشر په ګډون درې تنه ووژل شول.
ورځپاڼه وایي، برید امریکایي پوځ حېران کړی ځکه امریکایي جنرالان لږ له دغه ډول وضعیت سره مخ کېږي او یا ټپي کېږي.
جیفري سمایلي دېرش کاله د امریکا پوځ کې خدمت کړی او د تېر کال په مې میاشت کې د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه.
د برید پر مهال افغانستان کې د ناټو د پوځ مشر سکاټ مېلر هم موجود و، خو ده ته زیان نه دی رسېدلی.



اعلان