حکمتیار: ټاکنې له درغلیو ډکې او مسخره وې

افغانستان

حکمتیار: ټاکنې له درغلیو ډکې او مسخره وې

1694

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ولسي جرګې د ټاکنو په پروني بهیر سختې نیوکې کړي.
هغه له شمشاد ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، ټاکنې له درغلیو ډکې او مسخره وې چې په وینا یې دغه ډول له وړاندې پلان شوې وې.
حکمتیار چې خپله یې هم رایه نه ده کارولې، زیاته کړې یې ده چې ټاکنو کې ډېرې ستونزې وې. د هغه په وینا، د یو شمېر مرکزونو د رایه اچوونکو لېستونه نورو مرکزونو ته استول شوي وو.
حکمتیار د ټاکنو په خپلواک کمېسیون نیوکه وکړه چې د ټاکنو په مدیریت ناکام و او په وینا یې، بایومیټریک هم سم کار نه کاوه.
هغه ویلي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په دغه ډول نه منو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن ناوخته د ټاکنو د پروسې پای اعلان کړ. د ټاکنو کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد ویلي، له ټول افغانستان څخه څلور میلیونه کسانو ګډون کړی دی.
بل خوا، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون هم مني چې ستونزې وې. دوی یو شمېر شکایتونو هم ترلاسه کړي دي.



اعلان