د ټاکنو په اړه د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې خبر د افغانانو غوسه راپارولې

راپورونه

د ټاکنو په اړه د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې خبر د افغانانو غوسه راپارولې

1302

پرون افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو ورځ وه. په دغه ورځ په لویو ښارونو کې تر ډېره امنیتي پېښې و نه شوې. یوازې کابل ښار کې پرون ماښام یو ځانمرګی برید وشو چې ټول هېواد کې لویه پېښه وه. دغه برید کې شاوخوا پنځلس کسان ووژل شول.

دغه راز له نورو ولایتونو هم د امنیتي پېښو رپوټونه ورکړل شوي وو، خو ډېره مرګ-ژوبله يې نه درلوده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي لیکلي چې د ټاکنو په ورځ یوازې اوولس ملکي او امنیتي کسان وژل شوي.

بل خوا، د پاکستان له کراچۍ، حیدر اباد، راولپنډۍ او پېښور څخه خپرېدونکې اردو ژبې امت ورځپاڼې د افغان ټاکنو د ورځې په اړه په لومړي مخ کې داسې رپوټ خپور کړ چې افغان او نړیوالو رسنیو کې هېڅ دغه ډول له تاوتریخوالي ډک رپوټ نه و ورکړل شوی.

امت ورځپاڼې لیکلي، افغان ټاکنو کې زبردسته وینه توییدنه وشوه چې څلور اویا کسان په کې ووژل شول.

افغان فعالانو دغه سرلیک ته توند غبرګون ښودلی او غندلی يې دی.



اعلان