هاټ ډاګ او د خنځير غوښه د سينو د سرطان ګواښ را ولاړوي

روغتیا

هاټ ډاګ او د خنځير غوښه د سينو د سرطان ګواښ را ولاړوي

746

د نيويارک ټايمز له راپور سره سم يوې نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه مېرمنې چې د هاټ ډاګ او خنځير د غوښو په څېر تيارې شوې غوښې خوري، د سينې پر سرطان يې د اخته کېدو ګواښ د هغو مېرمنو په پرتله ۹ سلنه زيات وي، چې هغوی يې کم خوري.

دا څېړنه د هارورډ پوهنتون څېړونکو ترسره کړې ده او د سرطان په نړيواله مجله کې خپره شوې ده، څېړونکو له ۱۶ نورو څېړنو هم معلومات را ټول کړي دي.

څېړونکو وموندله چې د جوړو شويو يا بازاري غوښو په لوړه کچه کارول (هره ورځ له ۲۵ تر ۳۰ ګرامو) ۹ سلنه ډېر د سينې د سرطان له ګواښ سره تړلی دی، دا د هغو ښځو په پرتله چې دا غوښې لږې (له ۰ تر ۲ ګرامو هره ورځ) خوري.

برعکس د نورو سرو غوښو په کارونه کې دغه ګواښ د نشت برابر و.

جوړې شوې غوښې هغو غوښو ته وايي چې د روغ پاتې کېدو د مودې د تمديد او يا د خوند او رنګ د بدلون لپاره په کې د وچولو، لوګي او يا بلې داسې لارې بدلون راوستل شوی وي، او مالګه او د روغ پاتې کولو مواد ور زيات شوي وي.



اعلان