پوتین: شکر خدایه! پر نړۍ د امریکا یو اړخیز نفوذ پای ته رسېدونکی دی

سيمه او نړۍ

پوتین: شکر خدایه! پر نړۍ د امریکا یو اړخیز نفوذ پای ته رسېدونکی دی

1793

د روسیې ولسمشر ویلي، د امریکا نړیوال نفوذ په پای ته رسېدو دی. ویلادیمیر پوتین چې د سوچی په والدای کې يې یوې غونډې ته وینا کوله، په روسيې او نورو هېوادونو يې د امریکا بندیزونه وغندل.

د ای بي سي د رپوټ له مخې، پوتین ویلي، دا د امپراتورۍ (په څېر) ځانګړې سهوه ده. "یوه امپراتوري هر مهال فکر کوي چې کوچنۍ سهوه (غلطي) کولای شي، ځکه دوی ډېر پياوړي وي، خو کله د دغو سهوو شمېر لوړېږي او داسې پړاو ته رسېږي چې بیا يې کنټرول کولای نه شي".

پوتین زیاته کړې، شکر خدایه! د څو قطبي نړۍ دغه یو قطبیوالی پای ته رسېدونکی دی. "عملاً دا له وړاندې پای ته رسېدلی".

خو له دې ټولو خبرو سربېره پوتین وویل چې له امریکا سره ښو اړیکو لرلو ته چمتو یم.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په مشرۍ ناټو او د شوروي اتحاد په مشرۍ د وارسا پوځي سازمانونه رامنځته شول. د تېرې شلمې زېږدي پېړۍ دویمه نیمايي د دغو دوه ځواکونو تر منځ سړه جګړه یادېږي. په نوییمو کلونو کې د شوروي اتحاد له ټوټه کېدو وروسته ډګر امریکا ته پاتې شو چې ځینو دغه دوره، په نړۍ د امریکا د یو اړخیز نفوذ له امله، د یو قطبیوالي دوره وبلله.

خو له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې د روسيې او چین په ګډون نورو هېوادونو ورو ورو سر راپورته کاوه چې اوس پوهان د نړۍ په یو قطبیوالي بشپړ باور نه لري.

د روسیې او چین په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو امریکا په بېلابېلو مهالو چېلنج کړې او مخالفت يې ور سره ښودلی دی.



اعلان