د چین د نړۍ تر ټولو لویې د اوبو الوتکې لومړنی پرواز وکړ

پام وړ

د چین د نړۍ تر ټولو لویې د اوبو الوتکې لومړنی پرواز وکړ

1422

د چین د حکومتي شرکت له لوري جوړې شوې د هوا او اوبو الوتکې خپل لومړنی پرواز وکړ. چین وايي، دا د خپل ډول د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه ده.

الوتکې د جېنګمېن له سیمې پرواز کړی. ژینهوا خبري اژانس وايي، الوتکه څلورو پيلوټانو چلوله.

دا الوتکه AG600 نومېږي چې د بار وړلو له پاره د چین د Y-20 او د مساپرو له پاره د چین د C-919 د لویو الوتکو د کورنۍ غړې ده.

د چین ولسمشر زيجېنپېنګ په خپل مبارکۍ پېغام کې ویلي، دا د چین له پاره مهمه لاسته راوړنه ده.



اعلان