روغتيا پوهان: که پر فېسبوک دا درې کارونه کوئ پر دايمي خپګان اخته ياست

پام وړ

روغتيا پوهان: که پر فېسبوک دا درې کارونه کوئ پر دايمي خپګان اخته ياست

2148

يوې نوې طبي څېړنې څرګندې کړې ده، چې کوم خلک چې پر فېسبوک درې کارونه کوي ښايي پر دايمي خپګان اخته وي. څېړونکو په خپله څېړنه کې د ۶۸۳ هغو کسانو معلومات تحليل کړي چې د خپګان له امله د متحده ايالاتو د وينسلوينيا پوهنتون د بېړنيو پېښو څانګو ته رسول شوي دي.

د المان د «شپيګل انلاين» له راپور سره سم څېړونکو يوازې د دغو ناروغانو طبي فايلونه نه دي څېړلي او معاينه کړي، بلکې هغه څرګندونې او تبصرې يې هم څېړلي چې دوی پر فېسبوک کړي. هغوی له ۵۰۰ د ډېرو تبصرو مضمونونه تحليل کړي او د ناروغانو په طبي فايلونو کې له شته معلوماتو سره يې تړلي دي.

د تبصرو له شننې وروسته پايلو –دا پايلې د «PNAS» په نامه مجله کې خپرې شوي- وښوده چې په ۶۸۳ ګډونوالو کې د ۱۱۴ کسانو پر خپګان اخته والی تشخيص شوی دی. څېړونکو د دې لپاره معيار په ګوته کړی چې څرګندوي چې کوم کس پر دايمي خپګان اخته دی که نه، هغه داسې:

له څېړنې سره سم پر دايمي خپګان اخته د فېسبوک کاروونکو په پرله‌پسې توګه د متکلم ضمير «زه» کارولی دی. څېړونکي وايي چې له متکلم ضمير «زه» سره تبصرې خپرول د دې دليل دی چې سړی ډېر زيات پر خپلو ستونزو او پرېشانيو اخته دی.

د هغو تبصرو ډېر خپرول چې انسان په کې د يوازې‌توب او غم د احساس څرګندونه کوي. د دې تعبير د غمژنو انځورونو، ايموجيانو (کارتوني نښې او تعبيرونه) او نورو داسې شيانو په خپرولو کېږي چې د اوښکو، ژړا يا درد څرګندونه کوي او يا هم د «زه تنها يم» له ډلې څه شی وي.

پر دايمي خپګان اخته کسان په پرله‌پسې توګه داسې تبصرې کوي چې په هغې کې په کوم درد، ستړيا او يا بدني ناروغيو د اخته والي په اړه غږېږي. څېړونکي دا داسې تشريح کوي چې بدني ناروغۍ ډېری وختونه د دايمي خپګان له حالاتو سره تړلې دي.

هغوی ټينګار کوي، چې فېسبوکي فعاليتونه او کمپيوټر کولی شي د يو چا رواني حالت تاسو ته در وپېژني او ورته د ور پېښ ګواښ پر مهال يې مرسته وکړئ او ويې ژغورئ.

 



اعلان