سعودي د خاشقجي د ترور پخلی وکړ، ټرمپ د شهزاده پلوي کوي

راپورونه

سعودي د خاشقجي د ترور پخلی وکړ، ټرمپ د شهزاده پلوي کوي

644

سعودي عربستان له څو ورځې پرله‌پسې انکار وروسته د خبريال جمال خاشقجي د ترور پخلی وکړ. سعودي دا اقرار له هغه وروسته وکړ چې ترکي ولسمشر له ملک سلمان سره تلفوني اړيکه ټينګه کړه.

رسنيو ويلي، چې شهزاده محمد بن سلمان د خپلو سلاکارانو جنرال احمد العسيري او سعود القحطاني په ګډون ۵ تنه لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

سعودي چارواکي وايي چې خاشقجي له لفظي شخړې وروسته د هغو کسانو له لوري وژل شوی چې له ده سره يې ليدنه کوله، خو چارواکو نه دي ويلي چې دغه کسان څوک و او ولې يې خاشقجي سره شخړه رامنځته شوې وه. تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې د خاشقي جسد چېرته دی.

بل پلو امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په ياده قضیه کې د شهزاده محمد بن سلمان پر پلوۍ تورن دی، ويلي دي، چې د سعودی په راپور کې دروغ او ټګي شته. هغه وړاندې ويلي و، چې که سعودي چارواکي د خاشقجي په وژنه کې ښکېل و، نو له ډېرو بدو پايلو سره به مخ شي.

ټرمپ له واشنګټن پوسټ سره د تليفون په ليکه ويلي، چې سعودي ټګي کوي او دروغ وايي. هغه زیاته کړې چې له سعودي نه هيچا هم ونه ويل چې د پېښې مسوول زه يم، خو هيچا دا هم و نه ويل چې زه مسوول نه يم.

ورځپاڼه وايي، چې ټرمپ په ورته وخت کې د سعودي نظام ملاتړ کوی او وايي: «سعودي داسې ملګری دی چې ريښتينولۍ ته اړ دی». هغه لا هم شهزاد ابن سلمان ته د برات ورکولو لار پرانيستې پريښې ده.

ټرمپ له دې وړاندې نيواډا کې خبريالانو ته ويلي و، چې په دې برخه کې د سعودي له څرګندونو خوښ نه دی. هغه زياته کړې ده: «په هر حال سعودي سره موږ د وسلو پلورلو هوکړې نه شو لغو کولی، دې کار دلته له مليونو ډېرو وګړو ته روزګار پيدا کړی، دا زموږ په ګټه نه ده چې دا ډول هوکړې لغو کړو». ټرمپ وړاندې ويلي چې دا به له هغوی څخه موږ ته ډېر ضرر ورسوي، موږ کولی شو چې نور کارونه وکړو، د بېلګې په ډول بنديزونه پرې ولګوو.

خاشقجي د روانې مياشتې پر دويمه نېټه استنبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوت او بيا يې مړی ژوندی ورک شو. د نوموړي د ترور خبر په ټوله نړۍ کې خپور شو او ډېری اروپايي هېوادونو له هم دې امله د سعودي پر وړاندې غبرګونونه وښودل، سعودي لومړی له دې پېښې انکار کاوه، خو تازه يې د پېښې پخلی کړی دی.



اعلان