سوریه: د امریکا هوايي برید کې شپېته ملکیان وژل شوي

سيمه او نړۍ

سوریه: د امریکا هوايي برید کې شپېته ملکیان وژل شوي

577

سوریايي رسنۍ وايي، د سوريې په دیرالزور سیمه کې د امریکا د هوايي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه شپېته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. بریدونه د دیرالزور ښار ته نږدې په دوه کلیو باندې شوي دي.

صنعا خبري اژانس وايي، دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۴ ز کال له سپټمبر څخه په سوریه کې مېشت دي او هلته د داعش پر ضد د جګړې کولو ادعا کوي.

له دې وړاندې هم د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په بریدونو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن ویلي، امریکايي پوځیان به تر هغه هلته پاتې شي، تر څو پورې چې د ایران له ملاتړه برخمن ځواکونه عملیات کوي.



اعلان