امريکایان د يوې مرموزې ناروغۍ د خپرېدو له امله وېرې نيولي

روغتیا

امريکایان د يوې مرموزې ناروغۍ د خپرېدو له امله وېرې نيولي

1059

د امریکا د متحده ايالاتو روغتياپوهانو ګواښ کړی، چې د شوکي نخاع د سخت التهاب پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، چې له امله يې د کوچنيانو عصبي سيستم اغېزمن کېږي او په پايله کې يې کوچنيان پر يو ډول شل‌توب اخته کېږي.

د «Science Alert» وېبپاڼې له راپور سره سم پر دې ناروغۍ د اخته وګړو رسمي شمېر سږکال ۱۲۷ تنه ثبت شوی دی. د ساري ناروغيو د مخنيوي او ژغورنې د مرکزونو استازو ويلي، چې د مسلکي پوهانو له پرله‌پسې هڅو او معاينو سره سره هم دوی نه دي توانېدلي چې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو سرچينه يا لامل پيدا کړي. هغوی ويلي چې خلک له همدې امله په وېره کې دي چې د ناروغۍ تشخيص ستونزمن دی.

پر ياده ناروغۍ د اخته ناروغانو د شمېر ډېرېدا له ۲۰۱۴ز راهيسې پيل شوه او په اګست او سپتمبر مياشتو کې تر بل هر کله ډېره شوه. د دې وېره شته چې د ناروغۍ خپراوی به همداسې روان وي. د امريکا په ۲۲ ايالتونو کې دا ناروغي موندل شوې چې پرې د اخته کسانو عمرونه له ۱۸ ښکته دي.

ډاکټران وايي چې تر اوسه د دې ناروغۍ د درملنې ځانګړي درمل نه شته او نه يې پر ضد کومې ستنې شته. دغه ناروغي د ملا د تير شوکي نخاع نيسي او ښايي د ټول عمر لپاره د شل کېدا لامل شي. د ناروغۍ لاملونه تر اوسه نه دي پېژندل شوي، خو ډاکټران پر دې باور دي چې ښايي ځينې وايروسونه، زهر او ميراثي ستونزې وي.



اعلان