څه به وشي بيا به د ضمير فروشي دوکان له سره پرانستل شي

نظر او تحليل

څه به وشي بيا به د ضمير فروشي دوکان له سره پرانستل شي

640

د پنځو کالو لپاره به يو ځل بيا د شنه او سره کارډونو سوداګري پيل شي.

د خوله ور او زور واک وکيل بيه به جګه وي.

کنج نشينه به په کمه شيرني هم   راضي کيږي.

که د چا دا دواړي خطا سوې نو دريمه يې سميږي چې د تلویزوني بحثونو له لارې شهرت ترلاسه کول دي.

او د دي منډيي تر ټولو غټ دلال به ارګ وي چې د خپلو وزیرانو لپاره د شنو کارډونو د رانيولو مبلغ به وار دمخه له هغو هيوادونو ترلاسه کوي چې خپل خوښ کړي وزيران ورباندي ټاکي!

نور څه نوي خبره پکې نشته

البته د معترضو کانديدانو او ټاکنو کميسون ترمنځ لوبه به هم د څه وخت لپاره نندارچيان بوخت وساتي.

نن ترټولو هغه کاروباري طبقه خوشحاله ښکاري چې د کانديدانو د تلفونونو له ډاره يې نابلده نمبرونو ته هم ځواب نشوای ورکولي چې هسي نه کانديد راته په بدل نمبر زنګ ونه وهي او بيا رانه د کمپاین لپاره قرض پيسې ، بسپنه ياهم زاړه قرضونه ونه غواړي.

نن ټول له ويرې پرته تلفونونو ته جواب ويلای شوای.



اعلان