د کندهار په سپين بولدک او ښورابک ولسوالیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

افغانستان

د کندهار په سپين بولدک او ښورابک ولسوالیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

2913

رپوټونه وايي، د کندهار ولایت په سپين بولدک او ښورابک ولسوالیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پېل شوې چې د شمشاد د یوې سرچینې له مخې، جګړه اوس هم روانه ده.

سرچینو ویلي، جګړه وروسته له هغه پېل شوه چې پاکستاني ځواکونو یادو دوه سیمو کې په ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول غوښتل. جګړه کې د اوښتې مرګ-ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه په رسمي ډول د دغو رپوټونو تایید نه دی شوی، خو وړاندې هم افغان ځواکونو د کندهار په ځینو سیمو کې د پاکستان له لوري د اغزن سیم د لګولو مخه نیولې او ځینې سیمو کې يې اغزن تارونه غورځولي وو.



اعلان