له هند وېره؛ پاکستان وايي، د هند له لوري د روسي توغندیز سیسټم رانیول سیمه بې ثباته کوي

سيمه او نړۍ

له هند وېره؛ پاکستان وايي، د هند له لوري د روسي توغندیز سیسټم رانیول سیمه بې ثباته کوي

1313

پاکستان د هند له لوري د روسيې جوړ د توغندیو ضد سیسټم په رانیولو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دا به سیمه بې ثباته کړي.

ډان نیوز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې لیکلي چې دا د هند له لوري د بالیستیکو توغندیو د دفاع د سیسټم د ترلاسه کولو یوه هڅه ده، چې په وینا يې، دا به د سویلي اسیا سټراټېژیک ثبات نور هم بې ثباته کړي.

تېره زېږدي میاشت کې په نوي ډيلي کې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي او روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر منځ د ایس-۴۰۰ په نوم د توغندیو ضد سیسټم تړون لاسلیک شو. دغه تړون نږدې پنځه نیم میلیارده ډالر ارزښت لري.

د توغندیو ضد د دغه سیسټم لېږد به بل کال هند ته پېل شي. دغه سیسټم د دې وړتیا لري چې څو کیلو متره لرې په هوا کې توغندي شنډ او له کاره وغورځوي.



اعلان