پارلماني ټاکنې: د رايو اچولو بهير پيل شو

افغانستان

پارلماني ټاکنې: د رايو اچولو بهير پيل شو

310

شېبه وړاندې په نږدې ټول هېواد کې د پارلماني ټاکنو لپاره د رايو ورکولو بهير پيل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه بهير د خپلې رايې په ورکولو سره پيل کړ. د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د دغه بهير د پيلېدو خبرونه ورکړل شوي دي. يوازې کندهار او غزني هغه ولايتونه دي چې د رايو اچول په کې ځنډېدلي دي.

د اړوند سرچينو له معلوماتو سره سم ولسي جرګې ته له دوه نيم زرو ډېرو کسانو ځانونه کانديد کړې، چې شاوخوا ۴۰۰ ښځې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي، چې تر نن مازديګر ۴ بجو پورې به د رايو مرکزونه پرانيستي وي. دې کميسيون زياته کړې، چې که اړتيا وليدل شوه دا موده به نوره هم وغزوي.



اعلان