هند: اورګاډي له ۵۰ ډېر کسان وژلي

سيمه او نړۍ

هند: اورګاډي له ۵۰ ډېر کسان وژلي

564

هند کې پر خلکو د اورګاډي د ورختلو يوه پېښه کې تر دې دمه لږ تر لږه د ۵۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. دغه خلک د هندوانو په يوه مذهبي جشن کې د ګډون لپاره راټول وو. پېښه تېره ورځ د هند شمال لور ته پنجاب ايالت کې رامنځته شوې ده.

د پوليسو يوه چارواکي وويل: «له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي.. موږ بايد لومړی ټپيان روغتونونو ته ولېږدوو». د هند لومړي وزير پر خپله ټويټرپاڼه ليکلی چې دا يوه دردوونکې پېښه ده.

د پوليسو يوه بل افسر رويټرز ته ويلي: «خلک پر اوسپنيزه ليکه او شاوخوا ناست و، چې اورګاډی پرې ور وخوت، هغوی د امريتسار په لوړو کې د دوسيرا د جشن پر مهال د ګوډۍ (نانځکې) د سوزولو نندارې ته ناست وو».

يوه بل پوليس چارواکي وويل: «د اورلوبو د ډزو تونده لړۍ روانه وه، خلک و نه توانېدل چې د رانږدې کېدونکي اورګاډي ژغ واوري». پوليسو وړاندوينه کړې چې ښايي د وژل شويو په شمېر کې زياتوالی راشي.

د يادونې وړ ده چې هند کې هر کال نږدې ۱۵ زره کسان د ترافيکي پېښو له امله مري، د ۲۰۱۲ کال حکومتي راپور دغه شمېرې تاييد کړې دي.



اعلان