«موږ د افغانستان جګړه بايللې، خو منلو ته يې چمتو نه يو»

افغانستان

«موږ د افغانستان جګړه بايللې، خو منلو ته يې چمتو نه يو»

906

امريکا د افغانستان جګړه کې ماتې خوړلې او په دې لټه کې ده، چې څه ډول له افغانستانه د وتلو لار پيدا کړي.

ويکلي سټنډارډ په يوه مطلب کې ليکلي، چې امريکا د افغانستان جګړه کې ماته خوړلې خو د دې ماتې منلو ته چمتو نه ده او ټينګار کوي چې د افغانستان کړکېچ د بن و بست وضعيت کې دی.

دغې امريکايي خپرونې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ترور ته په اشاره ويلي، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګروال ډيو باټلر د دې پر ځای چې د نوموړي د ترور پېښه په کلکه وغندي، دا بريد يې «د افغانانو له لوري پر افغانانو» وباله او اهميت يې ور نه کړ.

سرچينه وړاندې ليکي چې د امريکا غبرګون هغه مهال نور هم معنادار کېږي چې پوی شو چې واشنګټن د طالبانو پر وړاندې پاتې راغلی دی.

مقاله کې ويل شوي چې ټرمپ د ولسمشر په توګه د کار پيل کولو راهيسې تر اوسه افغانستان ته سفر نه دی کړی او ډېر کم د دې هېواد په اړه غږېږي، دغه راز په دې اړه څه نه ويل کېږي چې امريکا به خامخا د افغانستان په جګړه کې بريالۍ کېږي.

دا امريکايي خپرونه ليکي، چې برعکس د امريکا پوځي قوماندانان په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو ملاتړي دي.

سرچينې افغانستان کې د امريکا او ناټو د پخواني عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن څرګندونو ته اشاره کړې، چې په وينا يې «افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو وخت رارسېدلی دی».

خپرونه څرګندوي: «د ټرمپ دولت د پخواني دولت په څېر له افغانستانه د وتلو لار لټوي او طالبان هم د دې موضوع په درک کولو د متحده ايالاتو وتلو ته خوشحاله دي او دا هغه څه دي چې اوسمهال امريکايي چارواکي او طالبانو پرې د خبرو اترو په حال کې دي».



اعلان