پېښور کې د جنرال رازق او جبار قهرمان غایبانه جنازه وشوه

افغانستان

پېښور کې د جنرال رازق او جبار قهرمان غایبانه جنازه وشوه

524

د پښتونخوا مرکز پېښور کې کندهار کې د وژل شوي جنرال عبدالرازق او هلمند کې د ولسي جرګې د غړي او کاندید عبدالجبار قهرمان غایبانه جنازه وشوه.

دغه جنازه د نشنل عوامي ګوند له لوري په باچا خان مرکز کې ادا شوه.

د نشنل ګوند د مرکزي کمېټې مشر ایمل ولي او د ګوند د وتلي سیاستوال افتخار حسین  سربېره نورو فعالانو په کې ګډون کړی و.

جنرال رازق پرون د کندهار ولایت په ماڼۍ کې د یوه طالب نفوذي له لوري د ملي امنیت له رییس سره یو ځای ووژل شو.

قهرمان څو ورځې وړاندې هلمند کې په یوه چاودنه کې وژل شوی و. د ده د وژلو پړه هم طالبانو منلې ده.



اعلان