چین د ښارونو د رڼا کولو له پاره مصنوعي سپوږمۍ جوړوي

پام وړ

چین د ښارونو د رڼا کولو له پاره مصنوعي سپوږمۍ جوړوي

1096

چین پلان لري چې په ۲۰۲۰ ز کال کې فضا ته مصنوعي سپوږمۍ پورته کړي.
دغه سپوږمۍ به د ښارونو کوڅې رڼا کړي او د کوڅو د لویو څراغونو ځای به ونیسي. له دې سربېره به په لرو پرتو سیمو کې د برېښنا قیمتونه هم ور سره ټیټ شي.
د چاینه ډیلي رپوټ کې ویل شوي، د چین سویل ختیځ سیچوان ایالت دغه رڼا ورکوونکي سټلایلټونه جوړوي چې له سپوږمۍ به اته ځله زیات روښانه وي.
لومړی سټلایټ به په ۲۰۲۰ ز کال او درې نور به په ۲۰۲۲ ز کال کې هوا ته پورته کړل شي.
دا سپوږمۍ به له لمر څخه رڼا منعکسوي.
دا سپوږمۍ به چینګډو سیمې ته هر کال ۱۷۰ میلیونه ډالر وسپموي.



اعلان