امریکا: سوداګرو د اسراییلي پوځ له پاره دوه دېرش میلیونه ډالر چنده ورکړه

راپورونه

امریکا: سوداګرو د اسراییلي پوځ له پاره دوه دېرش میلیونه ډالر چنده ورکړه

564

د امریکا نیویارک ښار کې په یوې کلنۍ مېله کې دولس سوه سوداګرو او د بشر دوستۍ خواخوږو ګډون کړی و چې د اسراییلو د پوځ له پاره په کې دوه دېرش میلیونه ډالر چنده ټوله کړل شوه.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، دغې مېله کې د ملګرو ملتونو له پاره د اسراییلو سفیر او نیویارک کې د اسراییلو مېشت استازي هم ګډون کړی و.
د اسراییلو د پوځ مشر هم ور بلل شوی و، خو غزه کې د تاوتریخوالي له امله ورنغی او هېواد ته ستون شو.
د اسراییلي رسنیو د رپوټ له مخې، یوه سازمان دوه نیم او یوه بل یو اعشاریه درې میلیونه ډالر مرسته وکړه.
دغه مېله امریکا کې د اسراییلو د پوځ د ملګرو په نوم د یوې ډلې له لوري جوړه شوې وه.
امریکا کې ګڼ شمېر یهودان اوسېږي. د امریکا په ځینو لوړو حکومتي پوسټونو هم د اسراییلو خواخوږي ناست دي.
د امریکا حکومت د اسراییلو تر ټولو ډېر مرسته کوونکی هېواد دی.



اعلان