کورنيو چارو وزارت د کندهار د والي د مړينې خبر ناسم بللی

افغانستان

کورنيو چارو وزارت د کندهار د والي د مړينې خبر ناسم بللی

796

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هغه خبرونه ناسم بللي، چې د کندهار د والي زلمی ويسا د مړينې په اړه ورکړل شوي وو.

يو شمېر رسنيو پرون د کندهار د والي پر دفتر له بريد وروسته د نوموړي د وژل کېدو خبرونه خپاره کړل. د والي وياند هغه مهال د نوموړي د ټپي کېدو پخلی کړی و. رسنيو وروسته وويل چې ښاغلي ويسا په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي، چې د ښاغلي ويسا روغتيايي حالت اوس هيله بښونکی دی.

د کندهار د والي پر دفتر پروني بريد کې د دې ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنيت رييس مومن حسين خيل ووژل شول. معلومه نه ده چې دا بريد څه ډول شوی دی، خو طالبانو يې مسووليت پر غاړه واخيست.

ښاغلی ويسا له دې وړاندې د پکتيا والي او د ۲۰۹ شاهين قول اردو مشر هم پاتې شوی دی. نوموړی د ډاکټر نجيب په حکومت کې د جنرالۍ رتبې ته رسېدلی و او اوسمهال يې عمر ۷۱ کاله دی.



اعلان