جنرال رازق څوک و؟

راپورونه

جنرال رازق څوک و؟

832

نهه دېرش کلن جنرال عبدالرازق د طالبانو پر ضد د سخت دریځ لرلو له امله مشهور و. نوموړی د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت د ځايي رییس، د بشري سرچینو د رییس او د ملي راډیو ټلویزیون د یوه کمره نیوونکی سره یو ځای ووژل شو.

وروستي رپوټونه وايي، د کندهار والي جنرال زلمي ویسا هم د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د ناټو مشر قومندان سکاټ مېلر چې غونډه کې يې شتون درلود، له ډزو بچ شوی، خو درې امریکایان ټپيان شوي دي.

طالبان وايي، دا کار دوی کړی او جنرال رازق او مېلر دواړه يې موخه وو.

الجزیرې لیکلي، د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي، دا د یوه وطنپاله شخص له لاسه ورکول دي.

عبدالرازق اڅکزی د کندهار په سپین بولدک کې زېږېدلی و. دی پښتون او د اڅکزیو له ادوزیو قبیلې څخه و. پلار او تره (کاکا) يې په ۱۹۹۴ ز کال کې طالبانو وژلي وو. رازق او کورنۍ يې ژر پاکستان ته وتښتېدل او د ۲۰۰۱ ز کال پورې، د امریکا تر راتګ پورې، هلته پاتې شول.

د طالبانو له سقوط وروسته کندهار کې د ګل اغا شېرزي تر مشرۍ لاندې په طالب ضد ځواک کې شامل شو. دې ځواک طالبان له ښاره وشړل.

ورپسې يې سرحدي پولیسو کې دنده پېل کړه. د کلونو په تېرېدو سره يې امنیتي رتبې ترلاسه کړې.

د طالبانو ضد شدیدې جګړې له امله يې په تېرو څو کلونو کې له امریکایانو ډېرې وسلې او د روزنې له پاره مرستې ترلاسه کړې.

د هغه په اړه ویل کېږي چې له سیاسته لرې او په طالبانو او نورو وسله والو ډلو يې پام کاوه، څو ثبات وساتي. دی چې پر ولسمشر غني نیوکه کوونکی و، کندهار کې يې د ملېشې مشري هم کړې.

د (بشري) حقونو سازمانونو جنرال رازق له بندیانو سره په زور زیاتي او ناسم چلند تورن کړی. نیویارک کې مېشت د بشري حقونو سازمان هغه ته (شکنجه مشر) وایه. دوی په خپل یوه رپوټ کې جنرال رازق له محکمې پرته په وژنو او پټو زندانونو لرلو تورن کړی.

رپوټ کې ویل شوي چې رازق بندیانو ته برېښنايي شاټونه ورکړي، خصي کړي يې دي او معده کې اوبه ور پمپ کړي، خو رازق دا ټول تورونه رد کړي.

جنرال رازق په یوه مرکه کې ویلي وو چې د ژوند اخیستو له پاره پرې نهه ویشت بریدونه شوي.

تېر کال کندهار کې له هغه بریده روغ ووت، کوم کې چې د متحده اماراتو پنځه ډېپلوماټان ووژل شول.

په ۲۰۱۱ ز کال کې د پولیسو د مشر، خان محمد مجاهد، له وژلو وروسته دی د پولیسو مشر ټاکل شوی و.



اعلان