ټرمپ: که سعودي چارواکي د خاشقجي وژنه کې تورن شول، انجام به يې بد وي

سيمه او نړۍ

ټرمپ: که سعودي چارواکي د خاشقجي وژنه کې تورن شول، انجام به يې بد وي

530

د دوست هېواد سعودي عربستان په اړه د امريکايي ولسمشر وروستۍ څرګندونې له ګواښه ډکې برېښي. نوموړي په تازه څرګندونو کې خبريالانو سره خبرو کې ويلي، چې که د سعودي چارواکي د خاشقجي په وژنه کې ښکېل وبلل شول، نو انجام به يې ډېر بد وي.

ټرمپ په انډروز هوايي اډه کې د دې پوښتنې ځواب کې چې ايا خاشقجي وژل شوی؟ وويل: «زما په اند دا يقيني خبره ده، او دا ډېره غموونکې ده».

امريکايي ولسمشر وويل، چې زه د دريو بېلا بېلو پلټنو انتظار کوم، څو د خاشقجي د وژنې په اړه له رښتياو خبر شم.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د سعودي چارواکي د نوموړي په وژنه کې ککړ وو، ايا سزا به ورکړل شي؟ وويل: «ښه ده، که داسې وه ډېرې بدې پايلې به ولري، زما مطلب دا ډېر بد کار دی، خو وبه ګورو چې څه کېږي».

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ نيويارک ټايمز ته ويلي، چې د خاشقجي وژنه کې د لوړپوړو سعودي چارواکو لاس دی. د هغه په وينا که شهزاده محمد بن سلمان په دې وژنه کې ښکېل و، نو دا به د امريکا او سعودي د ملګرتيا په اړه پوښتنې را ولاړې کړي. ټرمپ ويلي چې د خاشقجي قضيه د ده د واکمنۍ له پيله تر ټولو ستره قضيه ده چې نړۍ کې يې زوږ جوړ کړی دی.

شنونکي په دې اند دي چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښيي، چې د سعودي پر وړاندې د امريکا دريځ په بدلېدو دی، دا وروسته له هغه چې د کانګرېس لسګونو غړو او رسنيزو ادارو د ټرمپ حکومت تر نيوکو لاندې نيولی دی.

بل پلو نيويارک ټايمز خبر ورکړی، چې سعودي چارواکي په دې هڅه کې دي، چې د پېښې مسووليت د استخباراتو پر يوه چارواکي جنرال أحمد عسيري ور واچوي، عسيري د شهزاده محمد بن سلمان سلاکار هم دی.

د يادونې وړ ده چې د امريکا په ګډون ۴ اروپايي هېوادونو سعودي کې د لوړې کچې يوه غونډه کې له ګډونه هم انکار کړی دی.



اعلان