لاوروف: امريکايانو د فرات پر څنډو ناقانونه دولت جوړ کړی او افغانستان او عراق ته داعش استوي

افغانستان

لاوروف: امريکايانو د فرات پر څنډو ناقانونه دولت جوړ کړی او افغانستان او عراق ته داعش استوي

1554

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف له «RT France» چېنل او نورو فرانسوي رسنيو سره مرکه کې دا ځل سپين ويلي، چې امريکايان هڅه کوي سوريه کې د فرات ختيځ لور ته يو ناقانونه کوچنی دولت جوړ کړي او هلته د «داعش» ډله وروزي.

لاوروف چې کله د دې اوږدې مرکې په ترڅ کې د سوريې په اړه وپوښتل شو، د خپل ځواب په يوه برخه کې يې وويل: «موږ نه پوهېږو چې د سوريې په ځينو سيمو کې څه روان دي، په ځانګړي ډول دا چې امريکايان چې د فرات پر ختيځه څنډه خوندي پراته دي، هلته يې د ۵۰ کيلو مترو په قطر کې يوه سيمه رانيولې ده. د دې سيمې دننه د کډوالو د کيمپ په نوم يو کيمپ دی، چې هيڅوک نه ور پرېښودل کېږي او هيڅوک دا ضمانت نه ورکوي، چې دې کيمپ ته د ننوتو پر مهال به هغه داعش جګړه مار پر ننوتونکي بريد نه کوي، چې د امريکايانو تر ولکې لاندې «التنف» پوځي اډه کې په ازادۍ تګ راتګ کوي».

روسي وزير دا ځل په ډاګه پر امريکا تور پورې کړی، چې داعش جګړه‌مار روزي او عراق او افغانستان ته يې استوي، هغه وويل: «پر دې سربېره موږ نور داسې دلايل ترلاسه کړي، چې ښيي امريکا داعش جګړه‌مار له سوريې څخه عراق او افغانستان ته استوي. دا معلومات زموږ پام ور اړوي، له همدې امله مو له اړوند نړيوالو ادارو او امريکايي لوري غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي». نوموړي زياته کړه چې دا معلومات د نړۍ نورو هېوادونو سره هم شته.

لاوروف اندېښنه وښوده، چې داسې هڅې کېږي چې افغانستان د «داعش» پر نوي څړځای بدل شي: «لکه مخکې مې چې وويل، دا کار زموږ پام ور اړوي، ډېری کارپوهان پر دې باور دي چې داسې هڅې کېږي چې افغانستان د داعش ډلې پر نوي څړځای بدل شي، داعش د افغانستان په شمال کې خوندي پراته دي، چې دا سيمې منځنۍ اسیا ته نږدې دي، چېرته چې زموږ ستراتيژيک دوستان او شريکان مېشت دي».

د روسيې د بهرنيو چارو وزير په پای کې وويل، چې دا مساله موږ ته مهمه ده او په اړه به يې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په پرله‌پسې توګه کار وکړو.



اعلان