جنرال رازق، د کندهار والي زلمى ويسا او د امنيت ريس جنرال مومن وژل شوي

راپورونه

جنرال رازق، د کندهار والي زلمى ويسا او د امنيت ريس جنرال مومن وژل شوي

1294

نن ماسپښين د کندهار ولايت په ماڼۍ کې پريوې مهمي غونډي د دولتي وسلوالو لخوا په داسې حال کې ډزې وشوي چې په غونډه کې د افغانستان لپاره د امريکاييقواو قوماندان سکاټ ميلر، د ملي امنيت ريس جنرال مومن، امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار والي زلمي ويسا هم گډون درلود.

ورستي راپورونه وايي چې جنرال رازق، زلمي ويسا او جنرال مومن او يو خبریال تر دې دمه وژل شوي،سکاټ مېلر په تيښته بريالى شوى او گڼ شمير نور کسان ټپيان دي چې بهرني عسکرهم پکې دي.

طالبانو د پېښې پړه منلي ده.

د کندهار وژل شوى ٣٩کلن امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په ١٩٧٩کې د کندهار د سپين بولدک په ولسوالي کې زيږيدلى و او کورنۍ يې د کمونستي مليشي د يوه جنگ سالار عصمت مسلم سره آړيکه لرله د طالبانو د پاڅون پر مهال عبدالرزاق په کم عمري کي له خپل تره منصور سره پريوه پاټک له لارويانو نه په زور پيسې اخيستې.

کله چي طالبانو د نورو پاټک سالارانو تر څنگ د ده تره منصور هم وواژه نو عبدالرازق يې د کم عمري په وجه وباښه.

د کرزي د واکمني په ورستۍ دوره کي د کلک جنگي دريځ او زړورتيا په وجه دکندهار امنيه قومندان وټاکل شو، که څه هم رازق بې سواده و خو د جنگي مهارت په وجه د جنرالۍ رتبه هم ورکول سوهله بلې خوا عبدالرازق د نړيوالو بشري ادارو لخوا د بشري حقوقو په سرغړاوي هم تورن و.

 



اعلان