کندهار بريد: والي او نور چارواکي ټپيان شوي

افغانستان

کندهار بريد: والي او نور چارواکي ټپيان شوي

428

سرچينې وایي چې د کندهار د والي پر دفتر بريد کې والي، د والي وياند او د دې ولايت د ملي امنيت رييس هم ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. له کندهاره يوه خبريال صبغت الله ارغند د دې پخلی کړی دی.

د پېښې پر مهال افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان او ځايي چارواکي هم د والي دفتر کې وو.

ناټو ځواکونو د خپلو دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی. دې ځواکونو ويلي، چې بريد «د افغانانو له لوري پر افغانانو» شوی، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی او د جنرال عبدالرازق او څو نورو چارواکو د وژلو ادعا يې کړې ده.

هېره دې نه وي چې پر جنرال رازق له دې وړاندې له لسو ډېر ځل وسله والو بريدونه کړي وو، خو هر ځل ترې روغ وتلی و.



اعلان