امریکا: د افغان پالیسۍ تر بدلون پورې به پر پاکستان فشار وي

سيمه او نړۍ

امریکا: د افغان پالیسۍ تر بدلون پورې به پر پاکستان فشار وي

553

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، پر پاکستان به تر هغه فشار روان وساتي، څو يې د افغانستان د ثبات او سیمې د سولې په تړاو پالیسي نه وي بدله کړې.

هنری اینشر په وېلسن مرکز کې یوې غونډې ته ویلي، موږ د پاکستان له لوري ځینې ګامونه اخیستل لیدلي، خو داسې قاطع ګامونه چې د پاکستان ژمنتیا څرګنده کړي، نه دي لیدل شوي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان باید باوري کړي چې خاوره يې ترهګر نه کاروي.

اینشر د پاکستان د نوي حکومت په تړاو وویل، د عمران خان حکومت د دې موقع لري چې دوه اړخیزې اړیکې ورغوي او د امریکا په ملګرتیا کولو سره افغانستان او پاکستان ته سوله راولي.

اینشر د پاکستان پر پالیسۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، د پاکستان پالیسیو نه یوازې دغه هېواد کې بلکې په سویلي اسیا کې بې ثباتي او وېش رامنځته کړی دی.

د سویلي اسیا له پاره د امریکا په نوې پالیسۍ کې پر پاکستان فشار راوستل شوی. وروستیو کې امریکا پر پاکستان یو شمېر مرستې هم بندې کړي دي او له دغه هېواده يې د نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې، خو پاکستان بیا وايي، خپله مسوولیت يې په سم ډول تر سره کړی دی.



اعلان