حکمتيار: حکومت سولې راوستو ته ژمن نه دی

افغانستان

حکمتيار: حکومت سولې راوستو ته ژمن نه دی

849

د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار ويلي، چې حکومت هېواد کې سولې راوستو ته ژمن نه دی او پر خپلو داخلي اختلافاتو کې نښتی دی.

د سپوټنيک له راپور سره سم د حزب اسلامي مشر څرګنده کړې، چې حکومت تر اوسه طالبانو سره د سولې لپاره يوه جامع طرحه نه لري، همدا لامل دی چې سوله تر اوسه هيڅ نتيجې ته نه ده رسېدلې.

حکمتيار دا څرګندونې د سولې عالي شورا له لوري په جوړه شوې هغه غونډې کې وکړې، چې سولې ته د رسېدو په پار يې سياسي ګوندونو او شخصيتونو سره د سلا لپاره جوړه کړې وه.

نوموړي حکومت د سولې په چارو کې ناکام وباله او زياته يې کړه چې حکومت يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره ژمن نه دی.

«بدبختانه حکومت سولې ته ژمن نه دی او په خپلو داخلي اختلافاتو کې ښکېل دی. د سولې په اړه چې د ټولو خلکو غوښتنه ده، يو واحد نظر نه شته او بايد د سولې پر يوه معقوله طرح کار وشي».

حکمتيار دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې د افغانستان د سولې برخه کې د امريکا ځانګړي استازي څو ورځې مخکې قطر کې له طالب استازو سره ناسته وکړه، دواړو لوري د دې د پخلي تر څنګ ناسته بريالۍ وبلله.

خو د افغانستان ځينې ګوندونه او لوري پر دې خبرو اترو نيوکې کوي، د اجرايه رياست دويم مرستيال ويلي، چې تر څو له طالبانو سره د هېواد د ټولو موضوعاتو په اړه بشپړ بحث ونه شي، د سولې خبرې به پايله و نه لري.

بل پلو د ملي امنيت پخواني سلاکار ګواښ کړی، چې له طالبانو سره د پردې تر شا خبرې به هیڅ پايلې و نه لري او دا خبرې بايد په ډاګه ترسره شي.



اعلان