سباناری د کوچنيانو د زړه روغتيا ته اړين دی

روغتیا

سباناری د کوچنيانو د زړه روغتيا ته اړين دی

251

يوې نوې هسپانوۍ څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه کوچنيان چې سباناری نه کوي، په لوړه کچه کوليسټرولو، يوريک اسيدونو او د انسولين پر ستر مقاومت اخته وي، چې دا د زړه او د وينې د رګونو پر روغتيا اغېز لري.

څېړنه د نافارا پوهنتون څېړونکو د هسپانيې د غرناطې پوهنتون سره په همکارۍ ترسره کړې او پايلې يې وړمه ورځ په «تغذيه» علمي مهالنۍ کې خپرې شوې.

د څېړنې پايلو ته د رسېدو لپاره د ۲۰۳ هغو کوچنيانو د سباناري عادت وارزول شو، چې عمرونه يې د ۸ او ۱۲ کلونو تر منځ دي او ښوونځيو ته تلل.

څېړونکو د کوچنيانو د کوليسټرولو، يوريک اسيدونو او انسولين سره د بدن مقاومت وڅاره او ويې موندله چې ۱۳ سلنه کوچنيانو چې په منظم ډول يې سباناری نه کاوه، يا يې بې خونده سباناری کاوه، د هغوی د کوليسټرولو، يوريک اسيد او انسولين سره د مقاومت کچه لوړه وه.

هغوی ټينګار کوي چې د زړه او د وينې د رګونو د روغتيا لپاره بايد بشپړ او متوازن سباناری وشي.

د څېړونکې ډلې مشرې ډاکټرې ايډويا لاباين ويلي: «سباناری يوازې د ورځې لومړي خواړه نه دي، بلکې تر ټولو مهم خواړه هم دي».

هغې پر دې نيوکه کړې چې سهار مهال ځينې کوچنيان بې له سباناري کولو ښوونځيو ته ځي، خو د غرمې پر مهال بيا ډېر وږي وي او ښايي ډېر او غير متوازن خوراک وکړي.

ډاکټره دې ته اشاره کوي، چې «د سباناري نه کول له وازدو او نورو ورته ستونزو سره اړيکه لري، ځکه نو بايد سباناری له چاغښته د کوچنيانو د ژغورلو د ستراتيژۍ د يوه جز په توګه وکارول شي».

وړاندې نورو څېړنو په ډاګه کړې وه، چې کوم کوچنيان چې په منظم ډول سباناری کوي، په زده‌کړو کې له نورو تکړه وي او د ازموينو پر مهال لوړې نمرې ترلاسه کوي.



اعلان