لندن کې د نړۍ تر ټولو لوی کدو

پام وړ

لندن کې د نړۍ تر ټولو لوی کدو

1253

لندن کې دوه وروڼو د نړۍ تر ټولو ډېر وزن لرونکی کدو کرلی دی. ویل کېږي، دغه کدو یوولس سوه کیلو وزن لري.

سټورټ او ایان پيټن چې دغه کدو يې کرلی وايي، د غټېدو په ورځو کې يې کدو ته هره ورځ سل ګیلنه اوبه ورکړي دي. دوی دغه کدو په ډېر احتیاط سره لوی کړی دی.

دا کدو له عامو کدوانو څخه نږدې ۱۸۹ ځله لوی دی.

موده وړاندې دغه کدو په یوه مېله کې خلکو ته وښودل شو چې ډېرو خلکو يې ننداره وکړه.

دواړو وروڼو تېرو پنځو کلونو کې دغه ډول لوی کدوان کرلي دي، خو دغه کدو ډېر ریکارډونه مات کړل.

دواړه وروڼه هیله لري چې راتلونکی کال به نوی ریکارډ جوړ کړي.



اعلان