«مليونونه افغانان له ورځنيو خوراکي توکو محروم دي»

راپورونه

«مليونونه افغانان له ورځنيو خوراکي توکو محروم دي»

326

چارواکو د خوراک د نړيوالې ورځې په مناسبت خبر ورکړی، چې د افغانستان له نيمو ډېر وګړي د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي او د فقر کچه له ۹ مليون وګړو تر ۱۳ ملیون وګړو ختلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې چارواکو هم ويلي، چې د افغانستان د بې‌وزلۍ کچه د دوی د شمېرو په سر کې ده.

د شمېرنو د مرکزي ادارې له رسمي شمېرنو سره سم د افغانستان له ۳۱.۶ مليون وګړو څخه ۵۴.۵ سلنه د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت وياند سهراب بهمند رسنيو ته ويلي، چې د دې شمېر (۵۴.۵) له منځه ۴۴ سلنه کسان له ورځنيو خوراکي توکو محروم دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ګواښ کړی، چې که د افغانستان له ځپل شويو خلکو سره بېړنۍ مرستې و نه شي، دا هېواد به د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ شي.

د دې دفتر مسوولې توبی لانزر زياته کړې، چې ۲.۵ مليون افغانان په يوه شپه ورځ کې يوازې يو وخت خواړه لري، چې هغه هم وچه ډوډۍ او چای دي.

افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام رييس زلټن مليسيک هم په دې اړه خبرداری ورکړی، هغه ويلي، چې «د افغانستان د غذايي مصوونيت نه شتون ګواښونکی دی، چې يوازې په يوه کال کې د غربت تر کرښې د لاندې وګړو شمېر له ۹ مليونو ۱۳ مليونو ته پورته شوی دی.



اعلان