بېړنی خبر: چاودنې عبدالجبار قهرمان وژلی

افغانستان

بېړنی خبر: چاودنې عبدالجبار قهرمان وژلی

484

ولسي جرګې ته د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنيز دفتر چاودنه کې نوموړی وژل شوی دی.

پېښه د سويلي ولايت هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې رامنځته شوې ده او څو تنه نور په کې ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د پېښې د پخلي تر څنګ ويلي، چې عبدالجبار قهرمان وژل شوی او ۷ تنه نور پېښه کې ټپيان شوي دي. ويل کېږي چې چاودېدونکي توکي د قهرمان د ناستې تر چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوي وو.

د بي بي سي له راپور سره سم د چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی.



اعلان