د اروپايي پارلمانونو ۶۹ سلنه ښځينه وکيلانې له جنسي ځور او تاوتريخوالي سره مخ شوي

راپورونه

د اروپايي پارلمانونو ۶۹ سلنه ښځينه وکيلانې له جنسي ځور او تاوتريخوالي سره مخ شوي

1155

د اروپايي شورا د پارلماني ټولنې له لورې چمتو شوي يوه وروستي راپور څرګنده کړې ده، چې په اروپايي پارلمانونو کې ډېری ښځينه وکيلانې په يوه نه يوه ډول له جنسي ځور او جنسي تاوتريخوالي سره مخ شوې دي.

دغه راپور چې تېره ورځ خپور شوی دی، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د ۴۵ پارلمانونو د ۱۲۳ ښځينه وکيلانو څرګندونې په کې راټولې شوې دي، په دوی کې ۸۱ د پارلمانونو د رييسانو مرستيالانې دي او نورې يې د پارلمانونو غړې دي.

راپور په ډاګه کړې ده، چې پوښتل شوې ۴۷ سلنه دغه ښځې يا په مرګونو او يا په جنسي تېريو ګواښل شوې دي، ۶۸ سلنه د ښځيتوب او ظاهري شکل له امله له توپيري چلن سره مخ شوي او ۶۹ سلنه يې د خپلو ملګرو له لوري له جنسي ځور سره مخ شوي، په داسې حال کې چې ۲۵ سلنه وکيلانو اقرار کړی چې د کار په اوږدو کې له جنسي تاوتريخوالي سره مخ شوې دي.

پر دې سربېره د اروپايي پارلمانونو ښځينه کارکوونکو ويلي، چې د ټولنيزو اړيکو پر شبکو يې داسې ګواښونه ترلاسه کړي، چې د دوی انسانيت او ښځيتوب ته په کې سپکاوی شوی دی.

راپور په پای کې ويلي، چې ډېری اروپايي پارلمانونه دې ته اړ دي، چې داسې فعال مېکانېزمونه رامنځته کړي، چې د جنسي تاوتريخوالي په اړه د ښځو غږ ورسوي.

د اروپايي شورا د پارلماني ټولنې رييسې ليليان موري باسکيه د راپور پر معلوماتو تبصره کې ويلي، چې دا «يو غموونکی واقعيت څرګندوي»، هغې په دې اړه خپل خپګان ښودلی چې د زه هم «MeTOO» خوځښت چې پر ښځو له شوي جنسي تاوتريخوالي او ځور نه پرده پورته کوي، «تر اوسه د سياست نړۍ ته لا نه دی رسېدلی».



اعلان