عراقی جنرال: امریکا ښايي داعش د سیمې د بې ثباتۍ له پاره وکاروي

نظر او تحليل

عراقی جنرال: امریکا ښايي داعش د سیمې د بې ثباتۍ له پاره وکاروي

588

عراق له سوريې سره پر پوله امنیت زیاتوي، څو د ترهګرو د ورتګ مخه ونیسي.

د عراقی د پوځ یو جنرال او د پوځي مسایلو کارپوه وايي، د امریکا په مشرۍ ایتلاف د داعش په له منځه وړلو کې لېوالتیا نه ښيي، ځکه امریکا به د دې ډلې له شتون څخه په منځني ختیځ د خپل پوځي ځواک د زیاتولو له پاره ګټه واخلي.

جنرال دیا الوکیل سپوتنیک سره خبرو کې ویلي، زه فکر نه کوم چې نړیوال ایتلاف به په سیمه د ترهګرو (داعش) له منځه وړل غواړي. نوموړي زیاته کړې، د ترهګرۍ پر ضد جګړې په نوم امریکايي ځواکونه پاتې او ځواکمن کېدای شي.

"د دې تر شا اقتصادي موخې دي، امریکا تېلو او د وسلو د پلورلو له پاره قراردادونو ته اړتیا لري، دا د امریکا د خوښۍ له پاره اړینه ده".

یاد جنرال اندېښنه څرګنده کړې چې داعش به د امریکا تر څارنې لاندې ولېږدول شي. دی وايي، موږ لیدلي چې داعش څه ډول د امریکايي ایتلاف تر سترګو لاندې په سیمه کې ګرځېدل.

نوموړی زیاتوي، په وروستي ځل د روان کال په جولای کې و چې پنځلس سوه وسله والو یرموک پرېښود او السویده ته لاړل.

الوکیل په خپله خبره تاکید کوي او وايي، داسې پېښې هم شته چې داعش له سوريې څخه عراق، افغانستان او د سینا دښتې (مصر) سفرونه کړي.

هغه وايي، داعش له منځه نه دی تللی او په سیاسي منډو ترړو کې به وکارول شي.



اعلان