که موبايل مو غلا شو څه بايد وکړئ؟

پام وړ

که موبايل مو غلا شو څه بايد وکړئ؟

869

موبايلونه نن سبا يوازې د خبرو لپاره د اړيکې ټينګولو يا پيغامونو استولو وسيله نه ده، بلکې اوس يې په جېب کې د ځايېدونکي کمپيوټر ځای نيولی او د خپل لرونکي (خاوند) يوه نړۍ رازونه او معلومات په ځان کې لري. نو که موږ کې د چا موبايل غلا شي بايد په چټک ډول څو کارونه وکړو، څو هغه څه وژغورو چې د ژغورلو دي، هغه کارونه په لاندې توګه دي:

پاسورډونه دې بدل کړه:

د خپلو ټولو حسابونو او پاڼو لکه ايميل، بانکي اکاونټ، د ټولنيزو اړيکو د شبکو د حسابونو او... پاسورډونه مو له بل موبايل يا کمپيوټر نه په مرسته اخيستو بدل کړئ، دغه راز له هغو پاڼو او اپليکېشنونو ووځئ چې له خپل ځيرک موبايل څخه ور ننوتي واست.

سم کارت مو د لنډ وخت لپاره له کاره وغورځوئ

هغه شرکت ته ذنګ ووهئ چې سم کارت يې کاروئ او ترې وغواړئ چې ستاسو غلا شوی سم بند کړي او له کاره يې وغورځوي، داسې به له هغو ستونزو ځانونه وژغورئ چې د هغو تلفوني اړيکو له امله درته زېږېدلي، چې تاسو نه دې ټينګې کړي، په دې کې ښايي په مالي توګه هم له ستر زيان څخه مخنيوی وکړئ.

له (Cloud) اکاونټ سره اړيکه

دغه حساب به تاسو سره له غلا شوي موبايل نه د شخصي معلوماتو په راګرځولو کې مرسته وکړي، پر دې سربېره د موبايل د پېژندنې د ۱۵ عددي شمېرې (IMEI) پر مټ کولی شئ غل تعقيب کړئ.

د غلا شوي موبايل د پيدا کولو اپليکېشنونه وکاروئ

په دې برخه کې د انډرويډ موبايلونو لپاره له «Android Device Manager» او اپل موبايلونو لپاره له «Find My iPhone» اپليکشن څخه ګټه اخيستی شئ.

امنيتي ادارې پر پېښه خبرې کړئ

په هغو سیمو کې چې امنيتي ادارې په دې برخه کې مرسته کوي، له پورته کارونو وروسته له امنيتي ادارو سره اړيکه ونيسئ او له پېښې يې خبرې کړئ. دا مهال مو که د موبايل له لارې داسې څه شوي وي، چې امنيتي ادارو ته مو مطلوب کوي، نو د دې ادارو د خبرولو له امله مو په سپيناوي کې اسانتيا راتلی شي، دغه راز د موبايل د «IMEI» په ورکولو پوليس ښايي غله تعقيب کړي.



اعلان