د افغانستان سوله؛ ايران وايي امريکا جدي نه ده

افغانستان

د افغانستان سوله؛ ايران وايي امريکا جدي نه ده

498

د ګاونډي هېواد ايران د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې ده، چې امريکا د افغانستان د سولې خبرو کې جدي نه ده او د امريکا وروستي ګامونه ښيي، چې دا هېواد په افغانستان او سيمه کې نورې موخې ترلاسه کول غواړي.

د دې وزارت وياند بهرام قاسمي تهران کې د خبريالانو یوې غونډې ته ويلي، چې «يوازې څو هېوادونه نه شي کولی د افغانستان د کړکېچ او د دې هېواد د سولې په اړه خبرې اترې وکړي».

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه بحثونه يو ځل بيا تاوده دي. د سولې برخه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد او مل امريکايي چارواکو يې په دې وروستيو کې له طالب استازو سره ليده کاته کړي. خليلزاد له دې ليدو وړاندې افغانستان، پاکستان، سعودي، امارات او قطر کې هم د دې هېوادونو چارواکو سره ليده کاته کړي دی.

ځينې سرچينې وايي چې د سولې په اړه خبرو کې پرمختګ شوی او ان ويل کېږي چې امريکا طالبانو سره منلې، چې خپل ځواکونه به له افغانستانه وباسي، خو په دې اړه نور جزيات نه دي څرګند شوي.

بل پلو د افغانستان دولت، سياسي ګوندونو او ملي شورا هم په دې اړه خوشبيني ښودلې او څرګنده کړې يې ده، چې ښايي دا خبرې بريالۍ شي.



اعلان