ترکیه کې د ایران سفارت ته ځانمرګی بریدګر ننوتلی

سيمه او نړۍ

ترکیه کې د ایران سفارت ته ځانمرګی بریدګر ننوتلی

165

رپوټونه وايي، د ترکيې پلازمېنې انقره کې د ایران سفارت ته بریدګر ننوتی دی. ترکۍ Sözcü رسنۍ په خپل رپوټ کې وايي، سفارت ته تللې لاره تړل شوې ده.

ترکي پولیس سیمې ته رسېدلي دي. پولیسو د ایران سفارت خالي کړی او ویل کېږي چې ایرانی سفیر پولیسوخوندي ځای ته لېږدولی دی. سپوتنیک رسنۍ وايي، پولیسو د خونديتوب ګامونه پورته کړي دي.

ترکي پولیسو دا ګام وروسته له هغه پورته کوي چې د ځانمرګي بریدګر په تړاو يې رپوټونه ترلاسه کړل.



اعلان