تمساح خپل ورور ژوندی تېر کړ + انځورونه

پام وړ

تمساح خپل ورور ژوندی تېر کړ + انځورونه

1741

د استراليا شمال کې په ډالي نهر کې کب نيوونکو پر خپلو کمرو د يوې نادرې پېښې انځورونه اخيستي، چې په کې يوه لويه تمساح بله تمساح ژوندۍ خوري او تېروي.

اېن ټي نيوز د کب نيوونکو له ډلې د وينډي هيګز له خولې ويلي، چې کب نيوونکو وليدل چې يو ستر ښکار د تمساح په خوله کې دی، وروسته څرګنده شوه چې دا يو بل تمساح و چې لا هم ژوندی و.

کب نيوونکو دغه راز وليدل چې ښکار شوې تمساح مقاومت پرېښود او نور يې د ښکاري تمساح له خولې د ځان ژغورلو هڅه نه کوله، لکه هغه چې پوهېده چې نور لاس پښې وهل ګټه نه کوي. وروسته ستره ښکاري تمساح له ښکار سره پر اوبو ور ننوته.

هيګز چې د دې پېښې انځورونه يې اخيستي وايي: «پر دې ورځ مې هيڅ کبان و نه نيول، خو دا نادره پېښه مې انځور کړه. دا داسې پېښه ده چې تر اوسه مو نه وه ليدلې».

د يادونې وړ ده چې د تمساح د ژامې ځواک په ژويو کې له ټولو پورته بلل کېږي، چې له ۱۰۰۰ کيلو ګرامو د ډېر وزن په اندازه زور لري.



اعلان