ضعیف: امریکا طالبانو سره وتل منلي، یوازې د نېټې اعلان پاتې دی

افغانستان

ضعیف: امریکا طالبانو سره وتل منلي، یوازې د نېټې اعلان پاتې دی

6996

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اسلام اباد کې افغان سفیر ویلي، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو پر سر خبرې کول منلي دي.

عبدالسلام ضعیف چې اوس د قطر په دوحه کې اوسېږي او د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه کې دی، الجزیرې ته يې ویلي، زما د مالوماتو له مخې امریکا له طالبانو سره د پوځیانو د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلې، خو تر اوسه يې د وتلو په تاریخ هوکړه نه ده کړې.

ضعیف چې دوحه کې يې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو تر منځ غونډه کې برخه نه ده اخیستې وايي، امریکا پوهېږي چې افغانستان کې جګړه نه شي ګټلای، نو دوی باید د جګړې د پای ته رسولو له پاره د طالبانو له شرطونو سره هوکړه وکړي.

د جمعې په ورځ په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي تر منځ لومړۍ لیدنه وشوه. طالبانو په یوه اعلامیه کې له خلیلزاد سره لیدنه تایید کړې او ویلې يې دي چې له هغه سره يې له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو او د افغان مسلې د سوله ییز حل پر سر خبرې کړي دي.

امریکايي لوري تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.



اعلان