څېړنه: د کوچنيانو کړتې/پرتې لوست سره د هغوی مينه څرګندوي

روغتیا

څېړنه: د کوچنيانو کړتې/پرتې لوست سره د هغوی مينه څرګندوي

188

يوې جالبې امريکايي څېړنې موندلې ده، چې هغه کوچنیان چې بې معنا کلمې ډېرې کاروي او د عمر په لومړي يا دويم کال ډېر غږېږي، هغوی ځانګړي ادبي ميلانونه لري.

د انګلستان د ډيلي ميل ورځپاڼې له راپور سره سم څېړونکو ويلي، چې کوچنيان له زېږېدا دوه مياشتې وروسته د ژغونو جوړولو تجربه کوي او ۶ مياشتو ته په رسېدو اساسي ژغونه ټولوي، خو ډېری کوچنيان يوه يوه کلمه غږوي او د ژوند په دويم کال کې لنډې لنډې غونډلې «جملې» جوړول پيل کوي. دوی ښايي د عمر له ۴ تر ۷ کلونو ته له رسېدو وړاندې لوست ونه کړي.

پوهان په دې اند دي چې هغه اړيکه چې دوی د ۹ او ۳۰ مياشتو تر منځ عمر لرونکو په انګليسي غږېدونکو د امريکايي کورنيو د ۹ کوچنيانو د حالاتو له تحليل وروسته موندلې ده، ښايي په لومړيو کلونو کې پر لوست د نه توان د لامل موندلو کې مرسته وکړي.

څېړونکو موندلې چې هغه کوچنيان چې هغوی د ځينو کلمو په لوست کې ستونزه لري. کله چې ښوونځيو کې شي د لوست د ازموينې پر مهال د ځانګړو تورو په ادا کې تکړه وي.

هغوی زياته کړې، چې هغه کوچنيان چې د تورو په معلومولو کې ستونزې لري، دوی ډېر په لوست کې له کمزورۍ سره مخ کېږي، خو دا ستونزه تر هغه نه معلومېږي چې کوچنی له ۳ تر ۵ کلونو نه وي شوی.

څېړونکي ټينګار کوي، چې د ترلاسه کړو پايلو په رڼا کې ويلی شو، چې ښايي په لومړيو کلونو کې د وينا فن (د کوچنيانو پرتې) او په ليک لوست کې د مهارت تر منځ پخه اړيکه وي.



اعلان