د نړۍ تر ټولو ستر او دروند څټک له جوړولو وروسته غلا شو

پام وړ

د نړۍ تر ټولو ستر او دروند څټک له جوړولو وروسته غلا شو

1180

د امریکا کلیفورنیا ایالت کې یوه تن د نړۍ تر ټولو ستر، اوږد، لوړ او دروند څټک جوړ کړی و، خو وروسته ترې يې پټ کړای شو.

ډووج ینکري له ډېرې خوارۍ وروسته دغه څټک جوړ کړی و او تمه وه چې د نړۍ د ریکارډونو په کتاب ګېنز بک کې به ثبت شي. هغه د دې له پاره اته نور کسان هم له ځان سره د همکارۍ کولو په موخه ګومارلي وو.

دغه څټک چې ۴۵۳ کیلو وزن يې درلود، ینکري يې د جوړولو له پاره پنځلس زره ډالر پور هم کړی و.

څټک یوویشت فوټه اوږدوالی او شپږ فوټه لوړوالی لري چې جوړوونکي يې د جوړولو له پاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه.

پولیس وایي، ښايي دغه څټک د ینکري همکارانو غلا کړی وي. پولیسو ویلي، تورن کسان به ژر ونیسي.

 



اعلان