سعودي امیر پر کویټ د برید کولو غوښتنه کړې

راپورونه

سعودي امیر پر کویټ د برید کولو غوښتنه کړې

1910

د سعودي د شاهي کورنۍ یوه غړي پر کویټ د برید کولو غوښتنه کړې.

خالد بن عبدالله پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، کويټ یو نوي Operation Decisive Storm ته اړتیا لري، څو د اخوان المسلمین له ګند او د حمادانو له ملاتړو څخه پاک شي.

پورته یاد شوی نوم د هغه برید (لاسوهنې) دی چې سعودي په ۲۰۱۵ ز کال کې په یمن کې پېل کړ چې تر اوسه د سعودي مشرۍ ایتلاف هلته، د ماشومانو په ګډون، لسګونه کسان وژلي دي.

د مېډل ایسټ مانېټر د رپوټ له مخې، په ټوېټر باندې بن عبدالله ته توند غبرګون ښودل شوی. یوه تن لیکلي، کویټ ستا مشورو ته اړتیا نه لري. د خدای (ج) شکر دی، موږ خپل امیر صباح الاحمد لرو، هغه چې موږ يې منو.

د حمادانو له کورنۍ یې موخه د قطر شاهي کورنۍ ده. له تېرو نږدې دوه کلونو راهیسې د سعودي په مشرۍ یو شمېر عربي هېوادونو له قطر سره اړیکې پرې کړي. سعودي دغه هېواد د ترهګرو په ملاتړ او ځای ورکولو تورنوي.

دغه راز، سعودي له قطر غواړي چې د اخوان المسلمین غړي له خپلې خاورې وشړي. وتلی مسلمان عالم یوسف قرضاوي په قطر کې اوسېږي چې سعودي يې مخالف دی.

قطر د سعودي ټول تورونه بې بنسټه بولي او ردوي يې.

اخوان المسلمین په مصر کې هم له سختو بریدونو لاندې دی او زیات شمېر غړي يې په زندانونو کې پراته دي.



اعلان