خلیلزاد له طالبانو سره د امریکايي پوځیانو پر وتلو خبرې کوي

افغانستان

خلیلزاد له طالبانو سره د امریکايي پوځیانو پر وتلو خبرې کوي

1045

قطر مېشتې الجزیرې رسنۍ لیکلي، امریکا منلې چې له طالبانو سره به له افغانستانه د پوځیانو پر وتلو خبرې وکړي.

دوه طالب چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط یادې رسنۍ ته ویلي، د جمعې په ورځ په دغه لومړنۍ غونډه کې طالبانو او د امریکا استازي د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو له پاره د طالبانو په شراېطو خبرې وکړې.

د جمعې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو پر افغان سوله او نورو مسلو خبرې وکړې. طالبانو د خبرو تایید کړی، خو امریکا تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

یوه طالب چارواکي ویلي، د امریکا شپږ کسیز پلاوی دوحې ته راغی، څو زموږ له مشرانو سره وګوري او ويې منله چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سربېره به په ټولو مسلو خبرې کوو.

"خو دا لومړنۍ غونډه وه او ټولو مسلو باندې عمومي خبرې وشوې، نه تفصیلي خبرې".

طالبانو پرون له خلیلزاد سره د خپلې لیدنې په تړاو یوې خپرې شوې اعلاميه کې هم وویل چې د بهرنیو پوځیانو په وتلو يې خبرې کړي اوافغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون يې د افغانستان د ټولو ستونزو د حل په لار کې لوی خنډ بللی دی.

په تېرو اوولسو کلونو کې به دا لومړی ځل وي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او نه شتون په تړاو خبرو کولو سره هوکړه کوي.

دا دویم ځل چې امریکايي چارواکي په قطر کې له طالبانو سره ګوري. د روان کال جولای میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو د سویلي اسیا استازې الیس ویلز له طالبانو سره لیدلي وو.

د جمعې په ورځ غونډه کې دواړو لورو منلې چې راتلونکې کې به نورې غونډې هم وکړي.



اعلان