طالبان وايي له خلیلزاد سره مو د افغان مسلې په سوله ییز حل او د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړې

افغانستان

طالبان وايي له خلیلزاد سره مو د افغان مسلې په سوله ییز حل او د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړې

1186

طالبانو تایید کړه چې د قطر پلازمېنې دوحه کې يې د افغانستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

وړاندې وال سټريټ ژورنال په خپل رپوټ کې ویلي وو چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره کتلي، خو د دغې کتنې ډېر جزیات نه و په ډاګه شوي. د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو دومره ویل شوي چې شېر محمد عباس ستانکزي، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، دین محمد حنیف او د سهیل شاهین په ګډون ځینو نورو طالب استازو له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

طالبانو ویلي، له خلیلزاد سره مو د "اشغال په خاتمې" او "د افغانستان د مسلې په سوله ییز حل" خبرې وکړې.

د اعلاميې له مخې، طالب استازو خلیلزاد ته ویلي چې د افغانستان د ستونزو او ریښتيني سولې په مخ کې یوازینی لوی خنډ د بهرنیو ځواکونو شتون دی. اعلامیه کاږي چې د اسلامي ارزښتونو او کلتور په پام کې نیولو سره دې د واقعې او افغان شموله سولې له پاره هڅې وشي.

د اعلاميې له مخې، دواړو لورو ومنله چې راتلونکې کې به خپلو غونډو ته دوام ورکوي.

دوحې ته له تګ وړاندې خلیلزاد کابل، اسلام اباد، ریاض او عربي اماراتو ته سفرونه کړي او لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي وو.

خلیلزاد اوس کابل کې دی او د رپوټونو له مخې نن سهار يې د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون له نورو لوړ پوړو چارواکو سره د دویم ځل له پاره کتلي دي. 



اعلان